شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ارګ: وسله نشي کولی زمونږ د امنیتي ځواکونو ارادې کمزورې کړي

ارګ: وسله نشي کولی زمونږ د امنیتي ځواکونو ارادې کمزورې کړي

د افغانستان جمهوري رياست وايي، تروريستان نه‌شي کولاى په خپلو بُزدلانه حملو سره د هغو کسانو اراده کمزورې کړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې ځانونه قربانوي.

جمهوري رياست پرون په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د قوماندان ډګروال عبدالمبين محبتي د وژل کېدو په عکس العمل کې دا خبره وکړه.

ډګروال محبتي پرون د غزني ولايت قره‌باغ ولسوالۍ ته تللى و چې د وسله‌والو په حمله کې ووژل شو.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي، په‌دې حمله کې د محبتي تر څنګ دوه نور پوځيان هم وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

ښاغلى کامراني وايي، حمله د ملي اردو په يونيفورم کې دوو کسانو کړې چې دواړه په ځوابي بريد کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: