پنجشنبه , جولای 2 2020
کور / اسلاميات / اسلام د چاپيريال له ککړتيا نه دساتنې په اړه څه حکم کوي

اسلام د چاپيريال له ککړتيا نه دساتنې په اړه څه حکم کوي

په اسلام کښي د چاپیریال ساتني په وړاندي اقدامات:

په اسلامي لار ښوونو کي د فکر کولو څخه معلوميږي چي اسلام ډیر وړاندي د کایناتو چاپیریال ساتنه په نظر کي نیولې ده ،داسي لار ښووني يې کړي دي چي په هغو سره د چاپیریال له هر ډول زیانونو څخه ټولنه ژغورل کیږي او له هر ډول داسي شي څخه يې منع فرمایلې ده چي چاپیریال ککړوي او منفي پایلي يې پر انسان او نورو موجوداتو پریوځي . دهغو شیانو د کولو تاکیدي امر يي کړی دی چي د چاپیریال پاک ساتلو لپاره اړین دي .

۱ـ پاکي او نظافت ،د روغتیا لپاره اړین توکي دي د ککړتیا ده له منځه وړلو لپاره پاکي لازمي ده، اسلام د پاکۍ ارزښت په ډیره لوړه کچه بیان کړی دی د مسلمانانو شعار او پیژندګلوي يي جوړه کړې ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (ان اللہ طیب یحب الطیب ، نظیف یحب النظافۃ ، کریم یحب الکرم ، جواد یحب الجود ، فنظفوا بیوتکم ، ولاتشبہوا بالیہود التی تجمع الأکناف فی دورہا (مسند ابویعلی الموصلی :۷۹۰)

ژباړه : الله تعالی پاک دی او پاکي خوښوي مهربانه دی مهرباني خوښوي سخي دی سخاوت خوښوي .ځکه نو تاسو خپل کورونه پاک ساتی او دهغو یهودو سره ځان مه مشابه کوي چي د کور چټلی په کورونو کي جمع کوي .

همدا رنګه فرمايي

تنظفوا بکل ما استطعتم ؛ فان اللہ تعالی بنی الاسلام علی النظافۃ ، ولن یدخل الجنۃ الا کل نظیف (کنز العمال : ۲۶۰۰۲)

ژباړه : تر کومه چي مو وس وي پاکوالی کوی ځکه چي داسلام بنسټ پر پاکي ولاړ دی جنت ته به هغه څوک داخلیږي چي پاک وي .

دا رنګه اسلام پاکوالی د مومن پيژندګلوي ګڼلې ده ، د چاپیریال ساتنه او د چټلیو په سبب پیدا کیدونکي هر ډول ککړتیا له منځه وړل یي د مومن ور په غاړه کړي دي ځکه پاکي د هر ډول ککړتیا د له منځه وړلو لپاره لازمي ده .

۲ـ لاري او نور عامه ځایونه په چټلیو ککړول هم د چاپیریالي ککړتیا مهم سبب کیدلای سي .

رسول الله صل الله علیه وسلم له دي څخه منع فرمایلې (اتقوا الملاعن الثلاث : البراز فی الموارد والظل وقارعۃ الطریق (سنن ابن ماجۃ : ۳۲۸)

ژباړه : د الله رسول فرمايي له درو لعنتي شیانو څخه ځان وساتي

قضايي حاجت په ګودر (له کوم ځای څخه چي اوبه وړل کیږي) سایه (هلته چي خلک کښيني) او په لاره کښي .

که کوم چا دا تیروتنه کړې وي نه ددې د له منځه وړلو لپاره يي د لاري څخه مضر شی لیري کول د ایمان یوه برخه ګڼلې ده مسلمانان يي دې برخي ته چمتو کړي تر څو لاري پاکي کړي .

د رسول الله صلی الله وسلم ارشاد دی (من اماط اذی عن طریق المسلمین کتبت لہ حسنۃ ومن تقبلت منہ حسنۃ دخل الجنۃ (معجم طبرانی کبیر : ۱۶۸۹۶)

ژباړه : چاچي د مسلمانانو له لاري څخه ضرري شی لیري دده لپاره یوه نیکي لیکل کیږي او د چاچي یوه نیکي قبوله سوه هغه به جنت ته ځي .

په یو روایت دی ددي ثواب لس برابره ښودل سوی دی فرمايي (

اړوند مطالب:

په اسلام کي د ژوند تیرولو بنسټیز اصول

ژباړه : حاجي عبدالهادي (عمري) مومن په حقیقت کي هغه کس دی چي په زړه…

من عاد مریضا او انفق علی اهله اور ماز اذی عن طریق فحسنۃ بعشر امثالہا (مصنف ابن ابی شیبۃ : ۲۶۸۷۲)

ژباړه : چاچي د ناروغ پوښتنه وکړه ، پر خپل اولاد يې لګښت وکړ او یايي د لاري څخه ضرري شی لیري دده نیکي لس برابره سوه سوه .

د لاري د پاکوالي سره د عامه ځایونو پاک ساتل هم شامل دي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو لار ښودنو کښي د چاپیریال پاک ساتلو حقیقي فضایل بیان کړي دي خلک يې دې ته چمتو کړي دي تر څو په فکري ډول خپل د چاپیریال پاک ساتلو ټینګه اراده وکړي ترڅوچاپیریال له چټلیو څخه په مکمل ډول پاک وي

رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاري څخه لیري کیدونکي شي ته (اذی) ویلي ، له دې څخه معلومیږي چي یواځي مخصوص چټلي باید له لاري څخه لیري نه سي بلکه لار باید له هر هغه شي څخه پاکه سي چي د زیان رسووني سبب وي هغه که په سترګوي ولیدل سي او یا هم نه لیدل کیږي، په اوسني د تیلو په دوره کي چي کومه ککړتیا منځته راوړي هغه هم تر دي حکم لاندي دي ،ځکه نو هر موټر چلوونکی مکلف دی تر څو د نوموړي له موټر څخه د لاري چاپیریال ککړ نه سي دا د یو مسلمان مسولیت دی چي دده له موټر باید داسی حالت نه وي رسیدلی چي چاپیریال ککړ کړي .

د لارو سره سره د کور پاکي هم د چاپیریال لپاره اړین دی په کورونو کي چټلی او د انسان غایطه مواد ايښودل دساینسي څیړني مطابق ډير زیان رسوونکي دي د ساینس ددې نظريي وړاندي دالله رسول هم له دي څخه په کلکه منع فرمایلي ده د الله د رسول ارشاد مبارک دی (لا ینقع بول فی طست فی البیت ؛ فان الملائکۃ لا تدخل بیتا فیہ بول ینقع ، ولا تبولن فی مغتسلک (معجم اوسط طبرانی : ۲۰۷۷

ژباړه : په کور کي په یو شي کي انساني چټلي مه ایږدی ځکه ملایکي هغه کورته نه داخلیږي په کوم کور کي انساني چټلي وي او تاسو هیڅکه په خپل حمام کي بولي مه کوی .

۳ـ د اوبو ککړتیا او له

هغوی څخه د زیږیدونکي دمخنیوي په اړه باید له اوبه له چټلیو څخه وژغورل سي رسول الله صل الله علیه وسلم د اوبو له ککړولو څخه منع فرمایلې ده د الله درسول حکم دی (لا یبولن احدکم فی الماء الدائم ثم یغتسل منہ (بخاری : ۴۲۴)

ژباړه په ولاړه اویو کښي هیڅکله بولي مه کوی ځکه چي وروسته په دي کي غسل کوی .

دا ډول اوبه بیله اړتیا ضایع کول هم د اوبو د ککړتیا سبب کیږي حدیث شریف دی : ان رسول اللہ ﷺ مربسعد وہو یتوضأ ، فقال ماہذا السرف ؟فقال أفی الوضوء اسراف ؟ قال نعم وان کنت علی نہر جار (ابن ماجۃ : ۴۱۹)

ژباړه : رسول الله صل الله علیه وسلم سعد ولیدی چي هغه اودس کوی نبی علیه السلام ورته وویل دا څنګه اصراف دی حضرت سعد ورته وویل چي په اوداسه کي هم اصراف وي رسول الله ورته وویل چي هو په دي کښی هم اصراف دی که څه هم ته د بهیدونکي لښتي پر غاړه اودس کوي .

د الله تعالی د رسول عادت دا وو دیو مد په اندازه یعنی تر یو لیټر هم کم کیدلي په دومره کمو اوبو به يی اودس کوی او تر څلور ليټره په کمو اوبو به يې غسل کوی .

له دي څخه معلومیږي چي رسول الله د اوبو د استمعال په سلسه کي څومره احتیاط کوی ، اوس ددې خبري تصور نه سی کیدلای چي په دومره لږو اویو دي غسل یا اودس وسی .ځکه دالله تعالی درسول د سر ویښتان هم غټ وه خو بیاهم د الله رسول ددې لار ښودني لپاره چي امت ته يي کول خپله يي لږ اوبه استعمالولي .

۴ـ د ځنګلونو ونو او باغونو له منځه وړل هم د ککړتیا لامل کیږي ،اسلام داسي کړنو فساد ویلی دی انسانان ته يې له داسي اعمالو څخه د ځان ساتني سپارښتني کړي دالله تعالی ارشاد دی (واذا تولی سعی فی الارض لیفسد فیہا ویہلک الحرث والنسل واللہ لا یحب الفساد (البقرۃ : ۲۰۵)

ژباړه :کله چي بیرته و ګرځي کوښښ کوي په مځکه کښي دپاره ددې فساد وکړي هلاکوي کښت او سا کښونکي الله تعالی فساد نه خوښوي .

له دي وسببه د الله رسول صل الله علیه وسلم به چي کله صحابه کرام کومي غزا یا سريي ته استول هغوی ته به يي توصیه کول چي د جنګ په حالت کي شنه قصلونه او باغونه له منځه مه وړئ ماشومان سپین ږري او ښځي مه وژنئ .

تر رسول صل الله علیه وسلم وروسته امراء المومنینو هم دا کار عملي کړ او هر د جنګ امیر چي به يي لیږي نو دا وصیتونه به يي ورته کول .

اوسنی د امن دعوه کوونکی نړۍ د جنګ په حال کي نه ماشوم نه سپین ږری پریږدي ښځي هم په دردوونکي ډول وژني سیمي ټولي وراني کړي فصلونه له منځه وړي او داسي زهري کیمیاوي مواد شیندي چي ټول چاپیریال زهري کړي ددې په اثر د عامو ژوندیو حیواناتو سره سره د میندو په نسونو کي ماشومان هم له دي متاثره وي دا خلک ځان ته سوله خوښوونکي هم وايي .

ژباړه : حاجي عبدالهادي عمري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: