دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / اشرف غني: د طالبانو راتګ له پاره قوي ضمانت ته اړتیا ده

اشرف غني: د طالبانو راتګ له پاره قوي ضمانت ته اړتیا ده

افغان ولسمشر له شپېګل مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي هر افغان سوله غواړي خو د سولې لپاره حدود او اصول هم لري. دده په وینا هغه سوله چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو د ضایع کېدو سبب شي او په هېواد کې د پرمختګ پر ځای د شاتګ لار پرانیزي هېڅ افغان ته د منلو نه ده. دده په وینا د طالبانو د راتګ لپاره قوي ضمانت ته اړتیا ده او دوی باید اساسي قانون، د ښځو حقوقو، بشري حقوقو او نورو قوانینو ته درناوی ولري. ولسمشر غني ویلي طالبان دې په زور کابل ته د راتګ او یا هم د افغانانو د وېرولو خوبونه پرېږدي. ولسمشر غني د ټاکنو په اړه هم خبرې کړې دي او په خبره یې دا ځل ټاکنې تر بل هر وخت شفافې وې او دوی یې هم پایلو ته منتظر دي. ده ویلي له لومړنیو پایلو داسې ښکاري چې دی به ګټونکی وي او ښايي د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: