دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / اشرف غني له پاکستان څخه مرسته غوښتې

اشرف غني له پاکستان څخه مرسته غوښتې

جمهور رئیس غني له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرسته وکړي.

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې پرون ماښام د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ په بیان کې راغلي، چې ښاغلي غني د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتي چې د افغانستان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې او همکاري وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې ده، چې پاکستان په تیرو پارلماني انتخاباتو کې هم له افغانستان سره همکاري کړې وه.

ارګ ویلي، چې ښاغلي خان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې هیواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان صدراعظم همدا شان په کابل او پروان ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د تلې/میزان په شپږمه کېږي، چې د جمهور رئیس غني په ګډون اولس تنه ورته کاندید دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: