دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غني نن پاکستان ته په سفر روان شو

اشرف غني نن پاکستان ته په سفر روان شو

ولسمشر محمد اشرف غني تر شاوخوا څلور نیم کاله وروسته نن د پاکستان په دوه ورځني سفر روان شو. په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر غني په دې دوه ورځني سفر کې نوموړی د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر عمران خان سره بېلې بېلې لیدنې لري. د یاد وزارت په خبره د افغان ولسمشر په دې سفر کې به له پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تجارتي اړیکو خبرې وشي. ارګ هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د هېواد ولسمشر به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي، د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیز بحثونه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: