شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / اعجاز شاه: نواز شریف یوازې د ناروغۍ له امله بیرون ته تلی شي

اعجاز شاه: نواز شریف یوازې د ناروغۍ له امله بیرون ته تلی شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه ويلي، پخواني وزیراعظم نوازشریف ته يواځې د علاج دپاره د ملک نه د بهر تلو اجازه ورکولی شي.
د نواز شريف د سفري بندېزونو د نوملړ (اي سي اېل) څخه د نوم ويستلو دپاره د کابينې غونډه کيږي.
د ځايي رسنيو ترمخه د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه ويلي نواز شریف په مستقله توګه د ملک څخه بهر نه ځي، هغه به بيرته وطن ته راځي او د تحریک انصاف د حکومت د ټولو وزیرانو رایې ده چې هغه دې د ملک نه بهر علاج له لاړ شي.
هغه ويلي د ډاکټرانو ترمخه د پخواني وزیراعظم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او د هغه نوم د اي سي اېل څخه لرې کولو په لړ کې د قانون د وزارت په مشرۍ غونډه کيږي.
پخوانی وزيراعظم نوازشریف د العزيزيه رېفرنس په قضيه کې سزا شوی خو د لاهور هايکورټ هغه ته د طبي او انساني خواخوږۍ په اساس د ۲۹ اکتوبر پورې ضمانت ورکړی او بيا د اسلام اباد هایکورټ د هغه سزا د اته اوونیو دپاره ځنډولې وه.
د احتساب عدالت نوازشريف ته د العزیزيه سټيل مل په مقدمه کې د اووه کاله بند سزا اورولې ده.
نوازشريف د ناروغۍ له امله د لاهور په سروسز روغتون کې د درملنې دپاره داخل ؤ او د چودري شوګر مل په مقدمه کې ورته عدالت د درملنې دپاره ضمانت ورکړی دی.
د مسلم لیګ ن وياند مریم اورنګزېب ويلي د نوازشریف صحت ورځ تر بلې خرابيږي او چې څومره زر وي هغه دې بهر هېواد ته علاج له ولېږل شي.
د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور ډاکټرانو ویلي د نواز شريف په بهر هېواد کې ممکن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: