شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / افراسیاب خټک: پاکستان کې د افغان سولې په تړاو خبرې ګټورې نه دي

افراسیاب خټک: پاکستان کې د افغان سولې په تړاو خبرې ګټورې نه دي

د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، د افغان سولې لپاره چې هر ډول هڅې کېږي او هوکړې رامنځ ته کېږي، نو په اړه یې خبرې باید په کابل کې وشي نه په پاکستان کې. دده په باور دغه ډول خبرې به تر ډېره ګټورې نه وي او پاکستان غواړي خپلې ګټې وپالي. نوموړي همدا راز پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه ویلي، پاکستان هڅه وکړه، چې افغان حکومت کمزوری کړي، خو اوس په دې پوهېدلی چې دا کار یې په وس نه دی پوره نو ځکه هڅه کوي له افغان حکومت سره خبرې وکړي. د خټک په وینا په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني له پاکستان سره مهمې هوکړې لاسلیک کړې، خو پاکستان یې له عملي کولو په شا شو او اوس هڅه کوي له ولسمشر غني سره هوکړې ته ورسېږي. ددغه پخواني سناتور په وینا افغانستان ته هغه وخت ثبات راتللی شي چې پخپله افغانان ستونزې حل کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: