دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغانان په راتلونکو ټاکنو باور نه لري

افغانان په راتلونکو ټاکنو باور نه لري

د تحقیق او تحلیل موسسې دوه مېاشتنۍ سروې ښيي چې ډېری افغانان پر راتلونکو ټاکنو باور نه لري. دغې موسسې چې په ۳۱ ولایتونو کې د ټلیفون له لارې ، له ۲ زره او څلور سوه او پنځو کسانو سره خبرې کړې وايي، چې ۴۳،۳ سلنه خلکو تر دې دمه د رایې اچونې پرېکړه نه ده کړې او پر دغې پروسې باور نه لري. دوی وايي، د دغو شمېرو لوړه کچه په کابل، هرات، مزارشریف او جلال آباد کې دي.همداراز د دوی موندنې ښيي چې څلوېښت سلنه بزګرانو، څلور دېرش سلنه سوداګرو، یو څلوېښت سلنه غیر دولتي کارکوونکو، پنځه څلوېښت سلنه دولتي کارکونکو او اته دېرش سلنه بې دندو کسانو تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې خپله رایه چاته وکاروي. د تحقیق او تحلیل موسسې چې په ۲۰۱۸ کال کې په فعالیت پیل کړی، دا یې د ټاکنو په برخه کې لومړنۍ سروې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: