دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان:په تیرو څوارلسو ورځو کې ۵۰۰ کسان وژل شوی دي

افغانستان:په تیرو څوارلسو ورځو کې ۵۰۰ کسان وژل شوی دي

د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د ژوند پر خونديتوب ،د طالبانو او افغان امنیتي مسؤلینو له ټينګار سره سره لاهم د ملکیانو د وژلو لړۍ روانه ده. یوازې په تېرو دوو اونیو کې د افغان ځواکونو له لوري په بغلان، میدان وردګو، ننګرهار او څو نورو ولایتونو کې دعملیاتو پرمهال ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي. همدارنګه وسله والو طالبانو هم په غزني او کابل ولایتونو کې دخونړیو بریدونو په ترسره کولو سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې رییس عزیز احمد تسل وايي، دواړو غاړو یوازې په تیرو دولسو ورځو کې شاخوا پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ددې بنسټ مسوولان وایي، یاد ارقام له تیرې اوږدې مودې راهیسي بې ساري دي او هره ورځ دواړو غاړو شاخوا لسو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: