یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / راپورونه / افغانستان ته د ټرمپ وروستي سفر پاکستان وارخطا کړی لیکنه: بهاند

افغانستان ته د ټرمپ وروستي سفر پاکستان وارخطا کړی لیکنه: بهاند

افغانستانته دامریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډټرمپ ناڅاپي لمړني سفر په افغانستان کې دننه اوله هیواده بهر د پاکستان د ګټو ساتونکی سختوارخطا کړي‌ دي‌.
له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې د هغه د مليامنیت مشاور رابرت اوبراین، د استخباراتي او نوروچارو ځيني مشاوران هم شامل وو.
جمهور ریس ټرمپ په خپل دغه سفر کې تر هرڅهډېر افغان امنیتي ‌ساتونکي‌ وستایل چې په دېوروستیو کې خپل غلیم ته سخت غاښ ماتونکیځواب ویلی دی .
ټرمپ وویل:
« زه دافغان امنیتي ساتونکو مننه کوم چې پهزغرده او مېړانه دترهه ګرو خلاف جګړه کوي‌‌»
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا له سفیر ،هلته د مېشتو امریکا يي ځواکونو له قوماندان ، افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني او ددفاع وزیراسدالله خالد سره وکتل .
ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا متحده ایالات بهله وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول داسي معملهونه کړي ‌چې دافغان هیواد په زیان وي .
ټرمپ وایي له طالبانو سره خبري بیا پيل شوي او د د غني د ادارې تر شا کلک ولاړ دی او هیڅ کله به یي یوازي پرینږدي.
افغان وطن ته د ټرمپ سفر دا ښيي چې امریکا لا هم پر افغانستان ولاړه ده او دغلته نه غواړي شوي پرمختګونه له طالبانو سره د احتمالي جوړ جاړي په سبب زیانمن شي.
د ولسمشر ټرمپ دې خبرو چې امریکا دافغان حکومت او ولس تر شا ولاړه ده ، په افغانستان کې دننه او بهر هغه کسان سخت اندېښمن کړي چې په لویه کې د پاکستان او ایران د ګټو پالونکي دي‌.
د پاکستاني ګټو پالونکي ځینی کسان چې ځانونه افغانان بولي او په پښتو ژبه رواني خبري کولای شي پر خواله رسنیو هڅه کوي چې د ټرمپ سفر کمزوری وښيي ، خو په لویه کې دامریکا د ولسمشر ټونالډ ټرمپ سفر دافغانستان ددښمنانو له پاره یو سور څراغ دی .
هغه کسان چې د افغانستان ګټي ورته مهمي‌دي‌د ولسمشر ټرمپ سفر ته د یوه نیک پال په سترګه ګوري .
ښاغلي ټرمپ له غني سره په خبرو کې وویلي چې هیواد به یې تر بشپړي کامیبابۍ پوري له افغانانو سره ولاړ وي او دا ویره دي افغانان نه کوي چې ګواکې امریکا د نیمي لاري ملګرتیا کوي.
ټرمپ همدا راز ویلي چې طالبان اوربند ته حاضر شوي دي او که چیرته لږ هم د سولي له پروسي په شا شي امریکا او افغان ځواکونه به یې له دې هم نور وځي .
هغه همدا راز زیاته کړه : (( زه اوس پوهیږي چې طالبان اوربند کوي، او دا کار به سمي پایلي ولري)).
د امریکې ولسمشر پر داسي وخت افغان خاوره باندي پل ږدي چې حکومت په ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلي د ځپلو زیری تیره اونۍ خپور کړ.
افغان امنیتي ځواکونو اوس دا توان موندلی دی چې داعش ترهه ګره ډله یې له منځه یو وړه او وسله وال طالبان یې له افغانستان نه ایستلو ته اړ کړي دي .
داسي ښکاري چې دافغانستان دښمنان که کور دننه ځیني جاسوسان دي‌او یا له هیواده بهر د پردیو ګټو ساتونکي دي هڅه کوي چې دافغانستان او امریکا تر منځ اړیکي خراب کړي ، خو اوس افغان حکومت توانېدلی چې د افغانستان دا کښتۍ تر خوندي څنډو وروسوي .
دولسمشر غني بریالۍ پالیسي او ددفاع وزیر اسدالله خالد ترهه ګري ضد جګړه اوس دې کچي ته رسېدلې چې د هغوی له مخالفینو پرته یې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ نېژدې هر ه سیاسي څېره او ځواکمن قوتونه مني .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: