پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان دوه نوې هوايي لارې موندلې دي

افغانستان دوه نوې هوايي لارې موندلې دي

د پاکستان هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان هوايي چلند چارواکي وايي، دوې نوې هوايي لارې یې موندلې دي. د دغې ادارې په خبر پاڼه کې ویل شوي، دغه دوې نوې هوايي لارې له ختیځه د لویدیځ پر لور غځېدلې دي، چې د تاجکستان، چین او ختیځې اسیا پر سر تېرېږي. د دغې ادارې چارواکي وايي، دې لړ کې یې د تاجکستان له چارواکو سره هوکړه کړې. د ادارې په وینا د نویو لارو له پرانیستل کېدو وروسته د اسیا ختیځ او لویدیځ تر منځ لاره لنډیږي او هیله ده د دبۍ، قطر او نورو هېوادونو هوايي شرکتونه به له دغې لارې ګټه واخلي. د چارواکو په وینا دا لارې د افغاستان لپاره مهمې دي او د هوايي چلند نړیوالې ادراې (IATA) او هوايي شرکتونو د نویو لارو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: