شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان له ویسټ انډیز سره شل اوریزې سیالۍ پیلوي

افغانستان له ویسټ انډیز سره شل اوریزې سیالۍ پیلوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د نومبر په ۱۴مه، له ویسټ انډیز سره د درېیو شل اوره سیالیو لړۍ پیل کړي.
دا سیالۍ د هند په لکهنوو ښار کې کېږي.
افغانستان او ویسټ انډیز تردې وړاندې درې یو ورځنۍ (پنځوس اووره) سیالۍ درلودې چې د نومبر په ۶مه پيل شوې، خو افغانستان درې واړه لوبې وبایللې.
د افغانستان د لوبډلې د غوراوي پلاوي مشر انډي مولز د اکټوبر په ۲۶مه اسوشېټډ پرس ته ویلي و چې د نړیوال جام په سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته، په هند کې دا سیالۍ افغانستان ته ډېرې مهمې دي.
د شل اوره مسابقو دوهمه لوبه به د نومبر په ۱۶مه او درېیمه به یې د نومبر په ۱۷مه وي.
ورپسې دواړه لوبډلې یوه ټېسټ لوبه هم لري.
انډي مولز ویلي و چې د ټسټ مېچ لوبغاړي او نېټه به د شل اوره سیالیو په پای کې اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: