جمعه , دسمبر 13 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / تفریح / افغانستان له پاکستان سره د کرېکټ دوه نورې لوبې لري

افغانستان له پاکستان سره د کرېکټ دوه نورې لوبې لري

د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام د رسمي لوبو وروسته د تمریناتي سیالیو مهالوېش څو شېبې وړاندې د کرکت نړیوالې شورله لورې اعلان شو یادې سیالۍ به د نړیوال جام د پيل څخه وړاندې د دې په هدف ترسره شي تر څو لوبدلې په پوره چمتوالي سره په نړیوال جام کې ولوبېږي .

د وارم اپ یا تمریناتي سیالیود مهالوېش په جدول کې افغان لوبدلې ته دوه مهمې سیالۍ ورکړل شوي دي افغان ملي لوبدله به د مۍ میاشتې پر( ۲۴) مه نېته د پاکستانۍ لوبډلې سره په لومړنۍ تمریناتي سیالۍ کې مخ شي یاده سیالي به د افغان لوبډلې او افغانانو لپاره زړه راښکونکې او په زړه پورې وي .

افغان لوبدله به خپله دویمه پنځوس اوریزه تمریناتي سیالۍ د کوربه انګلستان خلاف د مۍ په (۲۷) مه نېټه په اوال لوبغالي کې ترسره کړي چې له دې دوه سیالیو هدف نړیوال جام ته پوره چمتو وتالی دی یادړې سیالۍ کومه درجه نلري.

د نړیوالې شورا د ویبپاڼې د معلوماتو پر اساس هره لوبډله به دوه دوه تمریناتي سیالۍ د یوبل پر وړاندې د رسمي سیالیو مخکې ترسره کړي.

افغانستان اوپاکستان له دې وړاندې دوه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ په اسیا جام سیالیو کې ترسره کړي چې په( ۲۰۱۴) کال اسیا جام کې افغانستان یوه سیالي ترې بایللې او یوه سیالي یې په( ۲۰۱۸) کال اسیا جام کې په وروستیو کې ورته وبایلله .

همداراز افغانستان یوځل پخوا په (۲۰۱۵)کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان خلاف مخامخ شوې وه چې یاده سیالي هم افغان لوبدلې بایللې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: