جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې د امریکا دوه عسکر وژل شوي

افغانستان کې د امریکا دوه عسکر وژل شوي

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه امریکایي سرتېري تېره ورځ په افغانستان کې وژل شوي خو په دې اړه یې تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. په دې سره په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي ځواکونو شمېر شپږو کسانو ته رسېږي. د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکایي عسکر وژل شوي دي، خو لا هم امریکا نه ده بریالۍ شوې، چې دلته د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي. ناټو وایي چې د وروستیو وژل شوو سرتېرو د هویت په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: