پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان کې د نښتو له امله په روان کال کې ۲۷۰ زره کورنۍ بېکوره شوې

افغانستان کې د نښتو له امله په روان کال کې ۲۷۰ زره کورنۍ بېکوره شوې

ملګري ملتونه وایي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېر تر ۲۷۰ زره اوښتی دی. د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) له لورې خپاره شوي راپور کې راغلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وسله والې نښتې د خلکو د بې ځایه کېدو اصلي لامل دی او بې ځایه شوې کورنۍ نه شي کولی بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي. د اوچا د راپور له مخې، ۵۸ سلنه ماشومان او ۲۱ سلنه ښځې په بې‌ ځایه شویو کې شامل دي چې جګړې او وچکالۍ د خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي. یادې ادارې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو د شمیر پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د روان کال تر پایه به دا شمیر شاوخوا یو میلیون کسانو ته لوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: