دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / راپورونه / افغان حکومت د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه ښودلې

افغان حکومت د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه ښودلې

ږافغان حکومت د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه ښودلې. د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر ویلي، له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم شي. له دې مخکې یوناما ویلي، د روان زېږدیز کال تېرې درې میاشتې ملکي کسانو ته تر بل هر وخته ډېرې خونړۍ وې. یوناما په خپل تازه راپور کې، ویلي په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې څه باندې څلور زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویل شوي حکومت د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پېښو څېړنه کوي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي پر لارو چارو غور کوي. راپور کې د کال د نهو میاشتو مرګ ژوبله له اتو زرو پورته ښودل شوې، خو ویل شوي چې دا شمېره د تېر کال له ورته مودې سره کوم توپیر نه لري. په راپور کې یو ځل بیا د ولسي وګړو د ټپي کېدو ډېره پړه د حکومت پر وسله والو مخالفینو اچول شوې ده، د راپور له مخې ۶۹ سلنه ملکیان د حکومت وسله والو مخالفینو او ۲۱ سلنه د حکومتي ځکواکونو په بریدونو کې ټپیان شوي دي. بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی ته منسوبه شوې مرګ ژوبله نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: