یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت وايي له ایران یې غوښتي چې د وژل شوو افغانانو په اړه معلومات ورکړي

افغان حکومت وايي له ایران یې غوښتي چې د وژل شوو افغانانو په اړه معلومات ورکړي

افغان حکومت وايي له ایران یې غوښتي چې د وژل شوو افغانانو په اړه معلومات ورکړي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي له ایران یې په رسمي توګه غوښتي څو ددغه هېواد په وروستیو لاریونونو کې د وژل شوو او نیول شوو افغانانو په اړه معلومات ورکړي. دده په خبره په تهران کې د افغانستان سفارت له ایراني حکومت سره په اړیکه کې دی او په دې تړاو یې معلومات ترې غوښتي. ګران هېواد وايي ایراني لوري ژمنه کړې چې دوی به خپلې پلټنې کوي او تر هغه وروسته به معلومات له افغان لوري سره شریکوي. رسنیو په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکي په ایران کې په وروستیو لاریونونو کې ایراني عسکرو ۹ افغانان وژلي او ۱۲۱ نور یې زندانانو ته اچولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: