دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغان سوداګر سید جلال آغا د افغانستان ټول ملي لوبغاړي په نغدي جایزو ونازول

افغان سوداګر سید جلال آغا د افغانستان ټول ملي لوبغاړي په نغدي جایزو ونازول

په انګلستان کې مېشت مشهوره افغان سوداګر سید جلال آغا د (۲۰۱۹)کال نړیوال جام سیالیو وروسته د افغانستان ټول ملي لوبغاړي په نغدي جایزو ونازول.

د آغا ډیویلوپر کمپنۍ مشر سید جلال اغا په نړیوال جام کې د افغانستان د وروستۍ سیالۍ وروسته په لیډز ښار کې د یوې ناستې پر مهال ټول افغان لوبغاړي ونازول او ورته یې نغدي جایزې اعلان کړې.

د نړیوال جام په دوام هم افغان سوداګر سید جلال اغا د اتلانو د تشویق په پار د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ په سیالۍ کې نغدي جایزه اعلان کړې وه، هغه ویلي وو که چېرته افغانستان له بنګله دېشه سیالي وګټي نو افغان اتلانو ته به ( ۱۲۰) زره امریکایې ډالره نغدي جایزه ورکړي خو هغه سیالي هم افغانستان بایلوده.

سید جلال آغا د اتلانو د تشویق په پار له بنګله دېشه وروسته د افغانستان او د پاکستان ترمنځ د سیالۍ وړاندې هم د نغدي جایزې اعلان وکړ، نوموړي هغه وخت وویل: که چېرته افغانستان له پاکستانه سیالي وګټي نو افغان اتلانو ته به تر ( ۲۰۰ ) زره امریکایې ډالرو پورې نغدي انعام ورکړي.

د دې ټولو ماتو سره سره سید جلال اغا افغان اتلان له لندنه ناهیلي او تش لاس رخصت نکړ، هغه د افغانستان د وروستۍ ماتې وووسته ټولو ملي لوبغاړو سره په لیډز ښار کې یوه ناسته وکړه. او د دغې ناستې په ترڅ کې هر یو افغان لوبغاړی په نغدي جایزه ونازوه. هغه خبریال ډاټ کام ته د پیسو رقم په اړه څه ونه ویلي خو وایې چې د خپلې وسې مطابق یې افغان اتلان په انګلستان کې ښه ونازول او د تشویق وروسته یې افغانستان ته رخصت کړل.

سید جلال اغا هغه ځوان افغان سوداګر دی چې په تېر نړیوال جام کې ټول افغان لوبغاړي وستایل او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

هغه خبریال ډاټ کام ته وویل: ((په نړیوال جام کې ورته د افغانستان بیرغ رپېدل له نړیوالو اتلولۍ ډېر ارزښت لري هغه وړاندې وایې ماتې هیڅ کومه معنا نلري، که داسې سل نورې لوبې هم وبایلي مونږ ته اتلان دي، زه یې تل تشویقوم او ماته دا په نړیوال جام منظور دی چې د انګلستان په خاوره مو د افغانستان بیرف رپانده ولید))

سید جلال اغا زیاتوي افغانان باید افغان لوبغاړي هر وخت په هر ځای کې ونازوي، ترڅو په راتلونکو نړیوال جامونو کې د افغانستان بیرغ په نړۍ کې یو ځل بیا رپانده وساتي.

هغه په وروستیو کې له ټولو افغانانو یو ځل بیا وغوښتل چې په هېواد کې دې د افغان اتلانو درناوی او عزت وکړي، ځکه همدا میړني ځوانان مو نه هېرېدونکي اتلان دي.

د یادونې وړده دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه بهر یو افغان سوداګر د افغان لوبغاړو ستاینه په لوړه کچه کوي او لوړ لوړ انعامات ورته ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: