شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر اشرف غني سبا اسلام اباد ته ځي

افغان ولسمشر اشرف غني سبا اسلام اباد ته ځي

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه سبا پنجشنبه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ځي. ولسمشر غني تېره ورځ ددې سفر په اړه د مدني ټولنو له غړو، پوهانو، سیاستوالو او قومي مشران سره سلا مشورې کړې دي. ولسمشر غني ویلي چې پاکستان په ځلونو ترې د سفر غوښتنه کړې ده، خو دا ځل یې سفر د سولې مشورتي جرګې په خوښه شوی دی. دده په وینا په دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې کوي. ولسمشر غني ویلي، سیمه ییز اتصال، سوله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سوداګریزې همکارۍ به د بحث مهم موضوعات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: