دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / افغان کډوال نور له پاکستان او ایران څخه په زور نه ایستل کېږي

افغان کډوال نور له پاکستان او ایران څخه په زور نه ایستل کېږي

افغانستان، پاکستان، ایران او ملګرو ملتونو خپل هېواد ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پر تکلاره خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي، ملګري ملتونه او درې واړه هېوادونه پر دې هوکړې ته سره رسېدلي دي چې له دې وروسته به افغان کډوال په زور نه ایستل کېږي. یو ان ایچ سي ار او د درې واړو هېوادونو اړوندو چارواکو دا خبرې په جنیوا کې په یوه غیر رسمي غونډه کې کړې دي. په ناسته کې ویل شوي چې له دې وروسته به په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ کې ټولې موجودې نیمګرتیاوې پوره شي. ویل کېږي چې په غونډه کې د پاکستان د سرحدونو وزیر شهریار افریدي، د افغانستان د کډوالو وزیر سید حسن عالمي بلخي، د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي او د یو ان ایچ سي ار سیمه ییز مشر ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: