شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / المان: فارس خلیج کې د یوې جګړې پېښېدو امکان ډېر دی

المان: فارس خلیج کې د یوې جګړې پېښېدو امکان ډېر دی

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، فارس خلیج کې د یوې جګړې پېښېدو امکان ډېر دی. نوموړي دا څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې منځني ختیځ ته د امریکایي سرتېرو راتګ او دلته روان وضعیت اندېښمنونکی دی او په دې سیمه کې د یوې جګړې پېښېدو امکان نه شي ردېدلی. هغه ویلي دوی به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې د دې کار مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له اټومي تړونه د امریکا وتل د ایران په ګټه نه دي او دغه راز پر دې هېواد د امریکا ډېر فشار د دې کړکېچ زیاتېدو اندېښنه لا زیاتولی شي. جان لودریان زیاته کړې، دوی له دواړو هېوادونو د حوصلې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې په سیمه کې د وضعیت ارامولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: