شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکايي ډيپلوماتان: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل کورنۍ جګړه پاروي

امریکايي ډيپلوماتان: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل کورنۍ جګړه پاروي

بریتانیایۍ ورځپانې ګارډین د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکایي ډیپلوماتانو د اندېښنو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
دا مقاله له دې خبرداري سره پیل شوې ده چې د امریکا یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو ویلي دي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو اوسنی پروګرام د کورنۍ جګړې پیلامه ده.
په دغو ډیپلوماتانو کې چې پنځه یې پخوا سفیران وو، د سې شنبې په ورځ د اتلانتیک شورا په خپرونه کې په ګډ بیان کې ټینګار وکړ چې د امریکایي ځواکونو لومړی پړاو باید په بیړه ونه وځي او کوم شمېر پوځیان چې وځي، د هغوی شمېر دومره نه وي چې د طالبانو ډله تصور وکړي چې له پوځي اړخه بریالۍ شوې ده.
د دغو ډیپلوماتانو په باور، د دې لپاره چې د سولې په خبرو کې تراوسه افغان حکومت برخه نه لرله او څنډې ته شوی دی، نو د ناامنیو او د شخړو د رامنځته کېدو وېره لا زیاته شته.
وړاندې راغلي دي چې د سولې د موافقتنامې په مسوده کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې یادونه نه ده شوې چې د افغانستان د حکومت مشري به څرنګه کېږي.
د ګارډين په باور، انتقاد کوونکو خبرداری ورکړی دی چې وار له مخه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
وال سټریټ ژورنال:
د لوېدیځ بله ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال بیا لیکي چې له طالبانو سره د سولې د موافقې له لاسلیکېدو وروسته به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې یو شمېر امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اکثر حکومتي چارواکو ظاهراً د زلمي خلیلزاد د هڅو ستاینه کړې، خو په خصوصي ډول یې د خوابدۍ څرګندونه کړې ده چې د کابل اداره له دې پرېکړو لېرې ساتل شوې ده.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ پر ټوېټر کې ولیکل چې د افغانستان حکومت هم د یو شمېر پخوانیو امریکایي سناتورانو او چارواکو په څېر د سولې د توافقنامې په برخه کې اندېښنې لري.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز لیکي، پوځي چارواکي او ډیپلوماتان د ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ سولې ته د شک په سترګه ګوري او دوی د دې موافقې د لاسلیکېدو په خاطر د خورا احتطاط غوښتنه کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په اصولو کې له طالبانو سره موافقه شوې ده.
واشنګټن ټایمز لیکي، د دې موافقې له مخې به په افغانستان کې د امریکا له ۱۴۰۰۰ پوځیانو ۵۴۰۰ ډېر ژر ووځي، د دې په بدل کې به طالبان دا تضمین وکړي چې افغانستان به کله هم بیا د ترهګرو په پناه ځای نه بدلېږي.
د ورځپاڼې په باور، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ژمنه پر ځای شي چې له هغې جګړې چې د ده په وینا، انجام یې معلوم نه دی، امریکایان وباسي.
واشنګټن ټایمز لیکي، دا تراوسه څرګنده نه ده چې نور امریکایي پوځیان به په څه شرایطو کې او کله له افغانستانه وځي.
ورځپاڼه وړاندې څرګندوي، که څه هم د امریکا د دفاع وزارت چارواکي په ښکاره د دې موافقتنامې په اړه څه نه وایي، خو په شخصي توګه یو شمېر پخواني پوځي چارواکي دا اندېښنه لري چې طالبان به دا ژمنې پرځای کړي که نه، کړي چې له افراطي ډلو لکه القاعده سره خپلې اړیکې قطع کړي او د کابل د حکومت پرضد به له بریدونو لاس واخلي که وانخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: