جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا:ټرمپ په خپل امر پښېمانه شوی دی

امریکا:ټرمپ په خپل امر پښېمانه شوی دی

امریکايي رسنۍ وايي، ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې د ایران پر ځینو پوځي تاسیساتو د بریدونو امر وکړ، خو وروسته بېرته پېښمانه شو. اسوشټېډ پرس خبري اژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د سپینې ماڼۍ د یو شمېر چارواکو په حواله ویلي، چې ټاکل شوې وه دغه بریدونه نن تر سره شوی وای، خو ټرمپ پرون له یادو بریدونو څخه بېرته تېر شو. سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې ټاکل شوې وه په دغه بریدونو کې د ایران د رادار سیستم او یو شمېر نور پوځي تاسیسات سهار وختي په نښه شوی وای. پرون ایراني پوځيانو یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه وویشتله، چې له امله یې د یادو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ نور هم جدي شو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران په دغه کار سره لویه تېر وتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: