پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / امریکایي سناتور وایي د جمال خاشقجي د قتل اصلي امر ولیعهد محمد بن سلمان کړی

امریکایي سناتور وایي د جمال خاشقجي د قتل اصلي امر ولیعهد محمد بن سلمان کړی

امریکایي سناتور وایي د جمال خاشقجي د قتل اصلي امر ولیعهد محمد بن سلمان کړی و، خو محکمه نورو خلکو ته جزا ورکوي. برني سندرز د محکمې د پرېکړې په اړه چې د جمال خاشقجي د قتل په تور څو کسه اعداموي غبرګون ښودلی دی. نوموړی وایي د خاشقجی د قتل اصلي عامل محمد بن سلمان دی خو محکمې د خلکو د خولې پټولو او پر دې قضیه د سرپوښ اېښودلو لپاره نور کسان اعداموي. سندرز ټینګار کوي چې د امریکا استخباراتي معلوماتو په دغه قضیه کې د محمد بن سلمان لاس لرل تایید کړي دي. خاشقجي د سعودي د حکومت منتقد ژرونالېست و چې په ترکیه کې په یوه جوړه شوې توطئه کې ووژل شو. نړیوالو د سعودي حکومت د نوموړي په وژلو تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: