چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / امریکایي سناتور وایي ډیورنډ کرښه دې په رسميت وپېژندل شي

امریکایي سناتور وایي ډیورنډ کرښه دې په رسميت وپېژندل شي

د امریکا د کانګرېس یو غړی ( براډ شیرمن) وايي د دې لپاره چې پاکستان د وسله والو طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او افغانستان ثبات ته ورسېږي، ټوله نړۍ باید د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت وپېژني. د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه غړی وايي پاکستان له دې وېرېږي چې متحد افغانستان به یې پر خاوره ادعا وکړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې اسلام آباد تر ډېره له هند سره بوخت دی. ده ویلي د پاکستان د آرامولو او له یوه پیاوړي او هوسا افغانستان نه د هغه د ملاتړ لپاره په کار ده چې د ډیورنډ د په رسمیت پېژندلو لپاره نړیوال ملاتړ پیدا شي. شیرمن وايي دی به وګوري چې د ټولې نړۍ له لوري د دې کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره په ملګرو ملتونو کې څه کولی شي، تر څو افغانستان او پاکستان ته واضیح شي چې همدا کرښه یې رسمي سرحد دی او له دې پرته چې افغانستان د خپلې خاورې د پراختیا لپاره فرصت ته وګوري، دواړه هېوادونه په سوله کې ژوند کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: