دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / امریکا د ایران په بانک تازه بندیزونه لګولي دي

امریکا د ایران په بانک تازه بندیزونه لګولي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې امریکا د ایران په مرکزي بانک بندیزونه لګولي دي خو د بندیزونو جزیات یې نه دي په ډاګه کړي. ټرمپ ویلي، چې په ایران نظامي برید هر وخت امکان لري او زیاته کړې يې ده چې امریکا تل ورته چمتو ده. د امریکا دفاع وزارت هم ټرمپ ته د ایران په خلاف د اقدام کولو لپاره امکانات په ګوته کوي چې د امریکایي چارواکو په وینا نظامي اقدامات هم پکې شامل دي. د امریکا ددې اقدام نه تقریباً یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان د تېلو په ذخیرو بریدونه وشول چې امریکایي چارواکو یې ملامتيا په ایران اچولې وه خو ایران دغه تورونه رد کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: