یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د ایرا چلند ته په کتو منځني ختیځ ته په زرګونو سر تېري لېږدولي

امریکا د ایرا چلند ته په کتو منځني ختیځ ته په زرګونو سر تېري لېږدولي

امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي. د امریکا د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته ویلي، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري. نوموړي منځني ختيځ ته د تلونكو امريكايي سرتېرو كره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو په دې تړاو يې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور رد كړی دی. دغې ورځپاڼې په دې وروستيو كې راپور وركړى و، چې پنټاګون يادې سيمې ته د شاوخوا ۱۴ زرو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي. د امريكا د دفاع وزارت وياندې اليسا فرح هم دا شمېر رد كړى و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: