شنبه , دسمبر 7 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی

امریکا شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لندن کې دناټو په سرمشریزه کې د شمالي کوریا د چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ټرمپ ویلي دوی که اړ شي نو د شمالي کوریا پر وړاندې پر نظامي اقدام هم لاس پورې کوي. شمالي کوریا ویلي وو، چې د هوکړو له مخې باید د روان کال تر پایه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شته مسایل نهايي شوي وای خو واشنګټن یې پر ژمنو عمل نه کوي. اوس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا نظامي وړتیا لري خو له دې وړتیا استفاده نه کوي او که شمالي کوریا دوی مجبوره کړي نو امریکا اړ کېږي چې پر وړاندې یې په نظامي اقدام لاس پورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: