پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا منځني ختیځ ته نور پوځیان لیږي

امریکا منځني ختیځ ته نور پوځیان لیږي

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي، چې امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لیږي. شناهن ویلي، چې امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لیږي ځکه د ایران نه د خطر اندیښنې لري. د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې امکانات د تیرې پنجشنبې له پېښې نه وروسته چې د تېلو په ټانکرونو برید وشو، لا زیات شوي دي. امریکا د دغه برید مسول ایران وباله. شناهن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایران لخوا د تېلو په ټانکرونو بریدونه د دغه هېواد نیت څرگندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: