یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي اړینه نه ده چې د سرتېرو حضور یا وتل یې له طالبانو سره په سوله پورې وتړي

امریکا وایي اړینه نه ده چې د سرتېرو حضور یا وتل یې له طالبانو سره په سوله پورې وتړي

امریکا وایي اړینه نه ده چې د سرتېرو حضور یا وتل یې له طالبانو سره په سوله پورې وتړي. د امریکا ددفاع وزیر مایک اسپېر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی حالت ته په کتو پرته د سولې له هوکړې هم خپل سرتېري کمولی شي. دده په وینا د سرتېرو ایستل له طالبانو سره د سولې په هوکړه پورې هېڅ تړاو نه لري. مارک ټینګار کړی چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی دی او اوس دغه هېواد د ترهګرو پر مرکز نه شي بدلېدلی. دده په وینا ملګري هېوادونه یې هم له امریکا سره په دې هوکړې ته رسېدلي چې دوی کولی شي تهدیدات کنټرول کړي نو د امریکایي ځواکونو کمول پر وضعیت اغېز نه شي کولی. د امریکا ددفاع وزیر وایي له همدې امله دوی کولی شي په افغانستان کې خپل سرتېري له طالبانو سره د سولې تر هوکړې مخکې کم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: