جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا وایي له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو د یوې جامع هوکړې لټول دي

امریکا وایي له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو د یوې جامع هوکړې لټول دي

امریکا وایي له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو د یوې جامع هوکړې لټول دي. د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دی هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو په دې پړاو کې یو جامع توافق رامنځ ته کړي او یا لار ورته هواره کړي. نوموړي په خپلو ټوېټونو کې ویلي له طالبانو سره پر یوه مسئله نه بلکې، پر ګڼو مواردو باید یو جامع توافق رامنځ ته شي. دده په خبره امریکا یوازې د سرتېرو د ایستلو په لټه کې نه ده، بلکې جامع هوکړه څلور موارد لري چې باید توافق ورباندې وشي. خلیلزاد زیاته کړې، چې د ترهگرۍ د مخنیوي باوري کول، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هراړخیز او تلپاتی اوربند د جامع توافق موارد دي او طالبانو هم ورسره منلي دي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلانول خپل مخکینی شرط بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: