جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په افغانستان کې د خپلو ډپلوماتانو شمېر کمول غواړي

امریکا په افغانستان کې د خپلو ډپلوماتانو شمېر کمول غواړي

د امريکا حکومت پر دې غور کوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو او ډيپلوماتانو شمېر راکم کړي.
ځينو څارونکو اندېښنه ښوولې چې دا مسئله ښايي په افغانستان کې د امريکا د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د سولې اتم پړاو مذاکرې له کومې موافقې پرته پاى ته ورسېدې.
د دغو خبرو هدف د افغانستان د نږدې ٢٠ کلنې جګړې پاى ته رسېدل دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد تېره چهارشنبه بېرته واشنګټن ته ستون شو.
ده په قطر کې له طالبانو سره د خپلو ۱۰ ورځو مذاکرې چې پر تخنيکي مسايلو متمرکزې وې، ګټورې وګڼلې او په واشنګټن کې به له امريکايي چارواکو سره پر نورو اقداماتو بحث وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د ډونالد ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پلانونو ته له پاملرنې پرته په افغانستان کې د خپلو پوځيانو او ډيپلوماتانو شمېر کم کړي.
ويل شوي، په ټوله کې به د امريکايي پوځيانو، ډيپلوماتانو او مرستندوى پرسونل د شمېر کمېدل ځيني هغه پرمختګونه چې د بشري حقونو د ودې او پراختيا په برخه کې شوي، له خطر سره مخامخ کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په ټويټر کې ليکلي چې هيله‌مند دى دا وروستى اختر وي چې په افغانستان کې جګړه ده. د هغه اشاره تېر لوى اختر ته وه.
ښاغلي خليل‌زاد ليکلي، پوهېږم چې افغانان سولې ته لېوال دي، موږ يې ترڅنګ ولاړ يو او د سولې د يوې پايدارې او عزتمنې موافقې لپاره سخت کار کوو.
د جرمني خبري اژانس له راپور سره سم، هغه موافقه چې خليل‌زاد يې پر سر له طالبانو سره د مذاکرې هڅه کوي، له مخې يې په افغانستان کې د ٢٠ زره امريکايي او نورو بهرنيو پوځيانو شمېر نږدې نيمايي ته راکمېږي.
په بدل کې به له طالبانو ضمانت اخيستل کېږي چې افغانستان به بيا د افراطي وسله‌والو په مرکز نه‌بدلېږي.

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو یو دور

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستيال حکمت اعظمي وايي د سولې د تېر پړاو له مذاکرو تمه دا وه چې امريکايي لورى او طالبان د سولې لومړنۍ موافقه لاسليک کړي.
خو ښاغلى اعظمي وايي، طالبانو ته ويل شوي وو چې نهايي موافقه بايد د امريکا له لوړ رتبه مقاماتو سره لاسليک شي.
ښاغلی اعظمي زیاتوي: “ځينو هېوادونو طالبانو ته دا فکر ورکړى و چې نهايي موافقه بايد له خليل‌زاد سره نه، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره لاسليک کړي چې دا موافقه په لوړه سطحه وي او بيا امريکا متعهده شي، هغه ژمنې چې کوي، عملي يې کړي.”
ښاغلى اعظمي فکر کوي چې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ ښايي د سولې لومړنۍ موافقه لا هم لاسليک شوې نه‌وي.
زلمي خليل‌زاد ويلي چې له طالبانو سره د مذاکرو پر مهال په ځينو برخو کې پرمختګ شوى دى.
خو داسې ښکاري چې د امريکا د نورو غوښتنو په منل کېدو کې پرمختګ نه‌دى شوى چې يوه‌يې د طالبانو او افغان حکومتي چارواکو ترمنځ مستقيمې مذاکرې دي.
طالبانو چې د افغانستان حکومت د غرب لاسپوڅى بللى، تر اوسه ورسره مخامخ مذاکرو ته نه‌دي حاضر شوي.
په داسې حال کې چې په قطر کې له امريکايي هيئت سره د طالبانو مذاکرې روانې وې، دغې ډلې په افغانستان کې خپلې حملې شديدې کړې وې.
په مذاکرو کې د امريکا بله کليدي غوښتنه د يوه اوربند اعلانول دي. د جرمني خبري اژانس په حواله، که څه هم امريکا په افغانستان کې د وينې بهېدلو پر بندېدو ټينګار کوي، خو طالبان د امتياز ترلاسه کولو لپاره تاوتريخوالي ته د يوې قوي وسيلې په سترګه ګوري.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او ورسره پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو پر مهال

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت غواړي په کابل کې د امريکا د سفارت چې له امريکا بهر د دغه هېواد تر ټولو لوى ډيپلوماتيک مأموريت ګڼل کېږي، د کارکوونکو شمېر کم کړي.
د جرمني خبري اژانس په حواله، له دې څرګندېږي چې د ډونالد ټرمپ اداره له افغانستان څخه په وتلو کې جدي ده، بله دا چې دا د ولسمشر ټرمپ په امر د بودجې د سپما لپاره په ټوله نړۍ کې د امريکا د ډيپلوماتيک حضور د کمېدلو يوه برخه ده.

32 تبصرې

  1. where to buy viagra online cheap generic viagra mail order viagra

  2. best place to buy viagra online viagra viagra without a prescription

  3. cheap viagra online canadian pharmacy buy viagra online otc viagra

  4. ed tablets canadian drug buy cheap prescription drugs online

  5. natural ed medications generic ed pills ed pills that work

  6. mens ed pills generic ed pills best pharmacy online

  7. canadian online pharmacy generic cialis ed drug prices

  8. buy cialis online canadian tadalafil cialis daily

  9. cialis dosage 40 mg dangerous buy cialis online cialis maximum dosage
    cialis for daily use

  10. herbal replacement for viagra/cialis/levitra… generic cialis cialis 20mg price

  11. canadien cialis cost of cialis 20mg tablets 5 mg cialis coupon printable
    how to get cialis samples

  12. prescription drugs without doctor approval ed meds online without doctor prescription cheapest ed pills online

  13. best drugs for ed https://canadaedwp.com/ erection pills

  14. ed pharmacy buy ed pills online soma therapy ed

  15. new erectile dysfunction treatment https://canadaedwp.com/ best canadian online pharmacy

  16. natural cure for ed https://sildenafilxxl.com/ how much is viagra

  17. best medicine for ed https://sildenafilxxl.com/ is there a generic viagra

  18. buy ed pills online best canadian pharmacy ed in men

  19. over the counter ed drugs online canadian pharmacy male erection pills

  20. is viagra over the counter viagra non prescription viagra

  21. generic viagra cost viagra pill viagra viagra generic

  22. cialis pills for sale cialis for sale free cialis

  23. erectile dysfunction cure Amoxil cheap erectile dysfunction pills

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: