پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په افغانستان کې د وژل شوي عسکر انځور رسنیز کړی

امریکا په افغانستان کې د وژل شوي عسکر انځور رسنیز کړی

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند رسنیو ته ویلي چې جیمز ریان څلوېښت کاله عمر درلود او تېره ورځ په فاریاب ولایت کې په یوه نښته کې وژل شوی دی. امریکایي چارواکو د نوموړي مړینه ضایعه بللې ده او هغه یې یو پیاوړی امریکایي سرتېری یاد کړی دی. ده د خپل نظامي ماموریت په لړ کې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګټلي وو. بل پلو طالبانو بیا له رسنیو سره په خبرو کې ددغه سرتېري د وژل کېدو مسوولیت منلی دی. دوی ویلي چې ددې تر څنګ یې په میدان وردګو کې هم د امریکایي ځواکونو پر ټانک برید کړی دی او دوه عسکر یې وژلي دي، خو امریکایي ځواکونو دغه خبره نه ده تایید کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: