دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په ایران نور بندیزونه لګوي

امریکا په ایران نور بندیزونه لګوي

د سعودي د تېلو پر دوو تصفیه خانو تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر ایران به بندیزونه نور هم سخت کړي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ده د مالیې وزیر سټیون منوچن ته لارښوونه کړې ده چې پر ایران لګول شوي بندیزونه نور هم سخت کړي. نوموړي دغه راز په لاس انجلس کې خبریالانو ته ویلي، ډېر انتخابونه شته، وروستی انتخاب هم لرو خو داسې انتخابونه هم شته دي چې ورڅخه ډېر کوچني دي. د هغه په خبره دوی به وګوري چې لومړی باید کوم اقدامات وکړي. نوموړي د وروستي انتخاب جزیات نه دي ورکړي خو د هغه دا خبره د جنګ مانا هم لرلی شي. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي پر تیلي تاسیساتو تر برید وروسته ټرمپ وویل، امریکا دې ته چمتو ده چې غبرګون وښيي او یوازې د دې پخلي ته انتظار باسي چې د دغه برید تر شا د چا لاس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: