دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / امریکا چینایي ادارې تور لېست کې شاملې کړې

امریکا چینایي ادارې تور لېست کې شاملې کړې

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا پر چینايي ادارو سوداګریز بندیزونه لګوي.
د مې میاشتې په پیل کې هم د ټرمپ ادارې نامتو چینايي مخابراتي شرکت ‘واوې’ همدې لېست ته ور ګډ کړی، ځکه دې شرکت د تولیداتو په اړه امنیتي اندېښنې پیدا شوې وې.
د بشري حقونو د سازمانونو په وینا بیجنګ اویغور مسلمانان په کمپونو کې بند کړي دي او زور زیاتی ورسره کوي.
Image captionد سوداګرۍ وزارت د خپلې دوشنبې د ورځې په پریکړه کې ویلي چې دا ۲۸ شرکتونه د ایغور، قزاقستان او نورو مسلمانو لږکیو ډلو پر وړاندې د چین فشارونو، غیرقانوني توقیف او څارلو لپاره د کمپاین یوه برخه وو.
خو چین دې ځایونو ته د تفریحي روزنیزو مرکزونو نوم ورکوي او ټینګار کوي چې له سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره یې دا ځایونه جوړ کړي دي.
د سوداګرۍ وزارت د خپلې دوشنبې د ورځې په پریکړه کې ویلي چې دا ۲۸ شرکتونه د ایغور، قزاقستان او نورو مسلمانو لږکیو ډلو پر وړاندې د چین فشارونو، غیرقانوني توقیف او څارلو لپاره د کمپاین یوه برخه وو.
امریکا او چین دا مهال په یوه سوداګریزه جګړه کې سره کیوتي دي او ټاکل شوې ده چې د وضعیت سمولو لپاره دواړه خواوې په واشنګټن کې یوه ناسته هم وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: