پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: ډونالډ ټرمپ ایران ته نوی او جدي خبرداری ورکړی دی

امریکا: ډونالډ ټرمپ ایران ته نوی او جدي خبرداری ورکړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته نوی او جدي خبرداری ورکړی دی. ټرمپ په ټوېټ پیغام کې ویلي که ایران د برید کوښښ وکړي او یا امریکایي ځواکونو ته زیان ورسوي له سخت غبرګون سره به مخ شي. د ټرمپ په وینا دا ځل د ایران پر وړاندې زغم نه لري او په خپله پرېکړه کې جدي دی. بلخوا بیا ایران پرون امریکا په دروغو او دوکه تورنه کړه. د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، چې د امریکا بندیزونه بې اغېزې دي او پر ایران به هېڅ راز منفي تاثیر و نه کړي. هغه یو ځل بیا د خپل هېواد له دریځ دفاع کړې او وایي ددوی ټولې کړنې قانوني دي او د خپلې خاورې دفاع ته تیار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: