یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

امریکا کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

د امریکا په جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې غورځېدو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي. د ای ایف پي اژانس د راپور له مخې د ډکوټا ایالت د شیمبرلین ښار څخه یوه امریکایي الوتکه ایډاهو ایالت ته د تګ په موخه هوا ته د پورته کېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوې او را غورځېدلې ده. چارواکي وایي چې په دې الوتکه کې ټولټال ۱۲ کسان ناست وو چې د پیلوټ او دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي. د الوتکې د راغورځېدو علت د هوا خرابوالی ښودل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: