جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

امریکا کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امريكايي رسنۍ وايي، د ډزو علت تراوسه نه دى معلوم خو پوليسو ويلي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي، چې په ترڅ كې يې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي. د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي. پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: