دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا یو ځل بیا د افغان ټاکنو په اړه څرګندونې کړې

امریکا یو ځل بیا د افغان ټاکنو په اړه څرګندونې کړې

امریکا یو ځل بیا د افغان ټاکنو په اړه څرګندونې کړې دي. په کابل کې د امریکا سفارت ویلي یوازې هغه ټاکنې د منلو وړ دي چې شفافې وې او درغلي پکې نه وي. سفارت وايي د ټاکنو کمیسیون خپل کار کوي او باید د خلکو رایو ته درناوی وشي. سرچینه کاږي هغه رایې د منلو وړ او باوري دي چې شفافیت یې ثابت شي او په درغلۍ صندقونو ته نه وي لوېدلې. تر دې وړاندې هم په کابل کې د امریکا سفیر د افغان ټاکنو په اړه ورته څرګندونې کړې وې. ده ویلي وو، چې ټاکنو کمیسیون باید خپل کارونه په پوره شفافیت مخ ته یوسي او همدا راز نوماندان باید تر وخت مخکې خپله بریا اعلان نه کړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو بیا همدا تېره ورځ هم د ټاکنو په اړه د بهرنیو سفارتونو څرګندونې او ځینې مداخلې وغندلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: