پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / انتخاباتي کمیشن: د قبایلو له ۱۹۰۰ پولېنګ سټېشنو له ۱۰۰۰ زیات بې امنه دي

انتخاباتي کمیشن: د قبایلو له ۱۹۰۰ پولېنګ سټېشنو له ۱۰۰۰ زیات بې امنه دي

اسلام اباد – د پاکستان انتخاباتي کمېشن په قبایلو کې د ووټ ورکولو له ۱۰۰۰ څخه زیات مرکزونه له امنیتي پلوه حساس بللي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن ویاند سهېل احمد د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، کمېشن، پولیسو او پوځ په قبایلو کې د امنیت جاج اخیستی چې ورسره سم، څه د پاسه ۵۰۰ پولېنګ سټېشنونه حساس، له ۴۵۰ زیات ډېر حساس او پاتې عادي ګرځول شوې دي.

د نوموړي په خبره، په قبایلو کې یې ټول ۱۹۰۰ پولېنګ سټېشنونه جوړ کړي.

کمېشن ویلي چې د جولای پر ۲۰مه په قبایلو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۱۶ څوکیو لپاره انتخابات کوي.

سهېل احمد وايي، تر ټولو زیاتې حساس مرکزونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دي.

د ده په خبره، له امنیتي پلوه تر ټولو کم حساس پولېنګ سټېشنونه په خیبر ضلع کې دي.

دی زیاتوي چې د انتخاباتو پر ورځ یې د امنیت ټولې چارې پوځ ته سپارلې دي او سرتېري به د ډېرو حساسو مرکزونو دننه هم ځای پر ځای وي.

/**/ /**/ /**/ مولانا فضل الرحمن او شهباز شريف په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوي.
دا هم وګورئ:
د ووټ اچولو ځای کې د پوځ هېڅ کار نشته: فضل الرحمن
په جون کې انتخاباتي کمېشن په یوه بیان کې ویلي ول چې د قبایلو انتخابات د پوځ تر څار لاندې کوي او د جولای له ۱۸مې څخه تر ۲۱مې پورې به د ووټ ورکولو ټولو مرکزونو دننه او بهر پوځیان ځای پر ځای وي.

په هغه بیان کې دا هم راغلي ول چې د ووټ کاغذونو، وېش او غونډولو ټول بهیر به هم د پوځ تر څار لاندې کېږي.

خو د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د انتخاباتي کمېشن پر دې پرېکړه انتقاد وکړ.

د پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) په ګډون د یو شمېر نورو ګوندونو سیاستوالانو، نوماندانو او مدني فعالانو تر نیوکو وروسته انتخاباتي کمېشن د جولای پر نهمه په یوه بل بیان کې وویل چې یوازې د هغو انتخاباتي مرکزونو دننه به پوځي سرتېري ځای پر ځای کېږي چې له امنیتي پلوه زیات حساس بلل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: