جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / اڅکزی:پاکستان کې هیڅوک د چا بادار او غلام نه دی

اڅکزی:پاکستان کې هیڅوک د چا بادار او غلام نه دی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، دی د خپل ګوند او دغه راز د بلوڅو او سیندیانو په استازولۍ سره په پوره ایماندارۍ دا خبره کوي چې دوی نه غواړي پاکستان مات کړي خو د غلامانو په څېر ژوند هم پکې نه کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په کوټه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي. هغه وویل که پاکستان له دې وروسته هم خپلو کړنو کې تغیر رانه ولي نو دا هېواد نه پایېږي. اڅکزي زیاته کړې، پاکستان یو رضاکارانه فدارسیون دی دلته هیڅوک د چا بادار او غلام نه دی. نوموړي زیاته کړې که څوک دا ملک ساتل غواړي لومړی باید دلته له مېشتو قومونو سره چال چلند زده کړي ګنې له دې پرته دا هېواد نه شي ساتلی. هغه دغه راز له پښتنو سره د پاکستاني ریاست ظلمونه هم په کلکو ټکو غندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: