پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ایران:په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د قاچاق کچه لوړه کړې ده

ایران:په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د قاچاق کچه لوړه کړې ده

ایران وایي په افغانستان کې د امریکا حضور د نشه يي توکو د کر کېلې او کاروبار د زیاتېدو سبب شوی دی. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لوړپوړو ایراني چارواکو ویلي له هغه وروسته چې امریکا افغانستان ته راغلې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کارو بار او کر کېله ډېره شوې ده. ددوی په خبره د امریکا حضور د نشه يي توکو د ډېرېدو لپاره ښه منبع ګرځېدلی. سرچینه وايي چې په افغانستان کې نشه يي توکي د امریکایي اډو په شاوخوا کې کرل کېږي او امریکایي چارواکي یې پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري. ایران همدا راز تور پورې کړی چې د امریکایي ځواکونو له حضور سره هممهاله د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کارو بار کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی. امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې شعار له ځان سره راوړی خو تر دې دمه پخپل کار کې بریالي شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: