پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ایران امریکا ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی

ایران امریکا ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی

د ایران ولسمشر حسن روحاني د فرانسې له ولسمشر ایمانول مکرون سره په یوه ټلفوني اړیکه کې ویلي، امریکا په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ په لټه کې ده او جګړه غواړي. هغه زیاته کړې، دوی په هیڅ صورت حتی پر امریکا هم د برید پلان نه لري خو له خپل حریم څخه د دفاع لپاره هر راز ځواب ته چمتو دي. نوموړي ویلي، که امریکا داسې خبرې غواړي چې د دوی وخت ضایع کړي نو هیڅکله ورسره خبرو ته نه کېني. روحاني زیاته کړې، که ایران ته له نړۍ سره د شوي تړون د عملي کولو اجازه نه ورکول کېږي نو دوی هم پر خپلو ژمنو نه درېږي او خپل اټومي فعالیتونه به پراخ کړي. روحاني ګواښ کړی دی چې که امریکا بیا هم د یرغل په توګه د ایران لورې ته سترګې کږې کړي، غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: