دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران: امریکا ماتې خوړلې ده

ایران: امریکا ماتې خوړلې ده

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، امریکا له دې وروسته نشي کولی پر دې هېواد بندیزونو ته دوام ورکړي. دده په خبره، د نوموړي له نظره امریکا نور د دې توان نلري چې پر ایران لګول شوي بندیزونه دوامداره وساتي. روحاني زیاته کړې، امریکا پر ایران د فشار لپاره ټولې لارې چارې کارولې دي خو په وینا یې ایران یې ښه مبارزه کړې ده او د بندیزونو د دوام په صورت کې هم دوی کولی شي پر وړاندې یې ودرېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، امریکا ماتې خوړلې ده او نور مجبوره ده چې خپله لار بدله کړي. امریکا؛ ایران په سیمه کې د ترهګرو پر ملاتړ تورنوي او دغه راز له دې هېواد سره د اټومي وسلو پر سر هم ستونزه لري نو له همدې امله یې ورباندې بندیزونه لګولي دي چې د ایراني چارواکو په خبره، بې ګټې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: