شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ایران د اقتصادي اړیکو په تړاو اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی

ایران د اقتصادي اړیکو په تړاو اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی

ایران اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا له بندیزونو پرته هم ایران سره اقتصادي اړیکې عادي کړي او که داسې یې ونکړل نو پایلو ته دې تیار اوسي. په ایران د امریکا له بندیزونو وروسته یو شمېر اروپايي هېوادونو هم له ایران سره اقتصادي اړیکې محدودې کړې دي خو ایران سره یې د اټومي وسلو په سر شوې هوکړه نه ده ختمه کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې له اټومي موافقې نه پرته په دې فکر کې نه دي چې د ایران پر پوځی وړتیاو نیوکې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال په مې میاشت کې له ایران سره په ٢٠١٥ کال کې د شوې اټومي هوکړې نه امریکا وایسته او وې ویل چې د پخواني ولسمشر اوباما په وخت کې د ایران سره لاسلیک شوې دغه هوکړه د امریکا په گټه نه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: