دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ایران وایي، دا په اروپایي ټولنې پورې اړه لري چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوري

ایران وایي، دا په اروپایي ټولنې پورې اړه لري چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوري

ایران وایي، دا په اروپایي ټولنې پورې اړه لري چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوري. د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، فرانسه، انګلستان او برلین کولی شي تهران د امریکا له تازه بندیزونو وژغوري. ایران دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټومي تړونه امریکا وایسته او پر تهران یې تازه بندیزونه ولګول. چین، روسیې، فرانسې بریتانیا او جرمني ویلي وو چې له ایران سره به د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: