شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ایران وایي دوی د هېڅ هېواد پر وړاندې د جګړې پلان نه لري

ایران وایي دوی د هېڅ هېواد پر وړاندې د جګړې پلان نه لري

ایران وایي دوی د هېڅ هېواد پر وړاندې د جګړې پلان نه لري، خو امریکا هڅه کوي دغه هېواد منزوي کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا دې سیمې ته نور عسکر نه استوي، ځکه له غبرګون سره به مخ شي. دده په خبره ایران د چا پر وړاندې د جګړې نیت نه لري، خو امریکا یې د انزوا هڅه کوي چې تر دې دمه یې په خپلو چارو کې ناکامه ده. د ایران ولسمشر د امریکا وروستي تورونه هم رد کړي، چې ګواکي ایراني عسکرو د تېلو پر ټانکرونو بریدونه کړي دي. بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پر امریکا غږ کړی چې د ایران شاوخوا ته دې له لا ډېرو عسکرو له لېږلو ډډه وکړي. دده په خبره په ځلونو یې پر امریکا او متحدینو یې غږ کړی چې په سیمه کې دې وضعیت نه خرابوي او له ورته پاروونکو اقداماتو دې ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: