شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ایران په مشروط ډول امریکا سره خبرو ته تیار دی

ایران په مشروط ډول امریکا سره خبرو ته تیار دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني تازه پر خپله رسمي وېبپاڼه لیکلي، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دي، خو په دې شرط چې واشنګټن لومړی خپل بندیزونه لرې کړي. دا لومړی ځل دی چې ایران په مشروط ډول له امریکا سره خبرو ته تیاری ښيي. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي امریکا ته په کار ده، چې خپله بدمعاشي هم پای ته ورسوي او له غیر قانوني اقداماتو لاس په سر شي. حسن روحاني داسې مهال له امریکا سره خبرو ته تیاری ښودلی، چې ټرمپ پر ایران د لا ډېرو بندیزونو خبرداری ورکړی و. ده ویلي وو، چې که ایران خبرو ته حاضر نه شي او د یورانیمو بډاینې ته ادامه ورکړي نو له نورو سختو بندیزونو سره به مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: