پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ایران یوه امریکایي الوتکه نسکوره کړې ده

ایران یوه امریکایي الوتکه نسکوره کړې ده

د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، د ایران په هورموز ښار په جنوبي برخه کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه را غورځولې.

د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، د امریکا بې پیلوټه ګلوبل هاک ډوله الوتکه يې د مبارک غره په سیمه کې هغه وخت په نښه کړه، کله چې د ایران خاورې ته دننه شوه.

دوی همدا راز ویلي، دغه آر کیو ۴ ګلوبل هاک ډوله الوتکه د ۳۰ ساعتونو څخه زیات وخت لپاره په فضا کې پرواز کولای شي.

د سپاه پاسدارن په خبره، په دې الوتکه کې کېمرې نصب شوې چې په خراب موسم کې هم د ښه عکس اخیستلو وړتیا لري.

بلخوا امریکايي لورې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: