دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / راپورونه / ایرو ایشیا:د سي ای اې له ملاتړه برخمن ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن دي

ایرو ایشیا:د سي ای اې له ملاتړه برخمن ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن دي

ايرو ایشیا نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د سي ای اې له ملاتړه برخمن ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن دي او باید پر دوی کنټرول ډېر کړل شي. دغه نشریه پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان راپور ته په اشارې وایي چې یاد ځواکونه د عامو خلکو په وژلو، نیولو، کورونو په نړولو او نورو جنایتونو تورن دي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي په افغانستان کې به د جنګي جنایتونو کچه لوړه کړي. سرچینه کاږي چې ناسم استخباراتي معلومات، سیاسي سیالۍ، کمزوری مدیریت، د کنټرول نشتوالی، په هدف کې د دقت نشتوالی هغه لاملونه دي چې ددې ځواکونو په عملیاتو کې یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه کړې ده. د بشري حقونو دڅار نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ددغه ځواکونو په اړه ورته څرګندونې کړې وې. دوی له حکومت غوښتي وو، چې دغه وسله والې ډلې په قانوني چوکاټونو کې مدغم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: